د اروپایي ټولنې دیپلوماتان ونه توانیدل چې پر روسیې بندیزونه ولګوي

د اروپایي ټولنې دیپلوماتان ونه توانیدل چې د اوکراین لپاره پر روسیې نوې بندیزونه ولګوي یا پخواني تمدید کړي.

د اروپایي ټولنې استازیو تیره ورځ په بروکسل کې غونډه وکړه او دا مساله یې وڅیړله چې پر روسیي چارواکو او کمپنیو د دې لپاره بندیز ولګوي چې روسیې کریمیا له خپلې خاورې سره یو ځای کړې ده او د اوکراین د بیلتون غوښتونکو ملاتړ کوي.

په دې غونډه کې همداراز پردې وړاندیزخبرې وشوې چې پر روسیې اوسني لګیدلي بندیزونه تر ډسمبر پورې وغځوي.

خو اروپایي ديپلوماتانو ازادۍ راډيوته وویل چې دوی ونه توانیدل چې یوې موافقې ته ورسیږي، ځکه چې د یونان استازیو د وړاندې شوې لایحې له متن سره مخالفت کاوه.

تمه ده چې نن بیا د اروپایي ټولنې استازې سره غونډه وکړي او یوه موافقه وکړي.

دا موافقه به بیا د ورځې په وروستیو کې د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو د وزیرانو غونډې ته وړاندې کړي.