د افغانستان او ایرلنډ کرکټ ټیمونو د نړۍ د لسو پیاوړو ټیمونو امتیاز ترلاسه کړ.
د کرکټ نړېوالې شورا د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړچې د ۲۰۱۹ کال نړېوال جام لوبو لپاره به له دغو لسو ټیمونو څخه اته لوبډلې د ۲۰۱۷ کال ترسپتمبر پورې د ترلاسه کړیو امتیازاتو له مخې غوره کېږي.
دوه ټیمونه به بیا ترنړېوال جام یوکال مخکې له هغو دوو نورو سره چې د لیګ لوبو له لارې دې مرحلې ته رسیږي، لوبې کوي او دوه ګټونکې به یې په نړېوال جام کې ګډون کوي.
د افغانستان او ایرلنډ لوبډلو ته د ترلاسه کړیو ښو امتیازاتو له امله دا ویاړ ورپه برخه شوی دی چې د ۲۰۱۹ کال په نړېوال جام کې د ګډون لپاره د لیګ په مرحله کې برخه نه اخلي.
د کرکټ د دوهمې مرحلې نورې ملې ډلې به لکه سکاټلنډ، هالنډ، کېنیا، نیپال، هانګ کانګ، متحد عربي امارات، نامیبیا او پاپوا نیو ګیني د ۲۰۱۹ کال په نړیوالو لوبو کې د ګډون تر لاسه کولو لپاره د روان میلادي کال له نیمایي د لیګ لوبې پیلوي او دوه ټیمونه به ترې انتخابیږي.