اسراییل د ملګروملتونو امنیت شورا ته وویل چې د حزب الله له حملې وروسته به چې دوه عسکر یي ووژل شول، له خپل ځانه دفاع وکړي.
په ملګروملتونو کې د اسراییل سفیرران پروسورRon Prosor امنیت شورا او د ملګروملتونو سرمنشي ته په یوه لیک کې ویلي چې اسراییل به په داسې حال کې چې حزب الله اسراییلیان په نښه کوي، بې تفاوته پاتې نه شي.
پرون سهاروختي د حزب الله وسله والو له لبنان سره پرپوله د اسراییلي پوځیانو پرکاروان د توغندیو ډزې وکړې، دوه اسراییلي پوځیان یي ووژل او اوه نور یي ټپیان کړل.
دغه حمله وروسته له هغې ترسره کېږي چې لس ورځې مخکې اسراییل د سوریې په جنوبي برخه هوایي برید وکړ او د حزب اله شپږ وسله وال او یو ایرانی جنرال یې وواژه.
اسراییلي ځواکونو د حزب الله د وروستي بریدو په ځواب کې د لبنان په جنوبي سیمه هوایي حملې او د توپونو ډزې وکړې.
د حزب اله د وسله والو او اسراییلي ځواکونو ترمنځ د ډزو پر مهال د ملګروملتو یوهسپانوی سوله ساتي عسکر هم ووژل شو.
هسپانیا د پیښې په اړه د بشپړې څیړنې غوښتنه کړې ده.