د ایات الله علي خامنه سلاکار د روسیې له ولسمشرولادمیرپوتین سره وکتل

د ایران د ستر مذهبي مشرایات الله علي خامنه یي لوړ پوړي سلاکار د روسیې له ولسمشر ولادمیرپوتین سره وکتل.

علي اکبر ولایتي چې په بهرنیوچاروکې د خامنه یي سلاکار دی دغه رازد روسیې د بهرنیوچاروله وزیر سرګي لاوروف او د روسیې د انرژۍ له وزیر الکساندرنوواک سره خبرې وکړې.

کریملن وویل، په دغو لیدنو کتنو کې چې پرون ترسره شوې، د دوه اړخیزو اړیکو او سیمه ییزو او نړېوالو مسولو په اړه خبرې وشوې خو په دې اړه یې نور جزیات ورنه کړل.

دغه لیدنې کتنې په داسې وخت کې کېږي چې د تهران او مسکو ترمنځ اړیکې ښه شوي دي.

د جنوري په شلمه ایران ته د روسیې د دفاع وزیر سرګې شویګو د سفر په مهال روسیې او ایران د پوځي همکاریو د پراختیا لپاره موافقه وکړه.