د چهارشنبې په ورځ یوه اوه کلنه ماشومه، چې د یو کس له خوا تښتول کېده، د پولیسو له خوا د اختطاف کوونکي له منګولو وژغورل شوه او اختطاف کوونکی لاس په لاس ونیول شو.
د پکتیکا د ولایت مقام د مطبوعاتي دفتر له لوري مشال راډیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې اختطاف کوونکی زمان نومیږي، چې د ارګون ولسوالۍ د علي خېلو د کلي اوسیدونکی دی، او تښتول شوې ماشومه پلوشه نومیده، چې د یادې ولسوالۍ د خانه دارو د کلي اوسیدونکې وه.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې تورن کس نیول شوی او په ارګون کې د پولیسو تر تحقیقاتو لاندې دی، تر څو د پيښې اصلي لامل په ګوته کړي.
په خبرپاڼه کې د اختطاف کوونکي د جرمي سابقې په باب څه نه دي ویل شوي، چې نوموړي پخوا په نورو سیاسي او جنايي جرمونو کې هم لاس لاره او کنه.
د یادولو وړ ده دا لومړی ځل دی، چې په پکتیکا ولایت کې د اختطاف پېښه رامنځته کیږي او ملي پولیس يې مخه نیسي.
راپور: نجیب الله الوخیل