عبدالزي: په جلال اباد کې چاودنې یو تن ماشوم وژلی دی

د ننګرهار ولایت په جلال اباد کې چاودنې یو تن ماشوم وژلی دی.

د ننګرهار دولایت ویاند احمدضياعبدالزي ازادۍ راډيو ته ویلي، چې نن سهار وختي شاوخوا اووه نيمي بجې د جلال اباد ښار د افغان ترک ليسې ته مخامخ د خزلو په ډيران کې د ځای پرځای شوي ماین د چاودنې له امله یو تیریدونکی ماشوم وژل شوی.

ددې پيښې مسولیت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.