د افغانستان ولسي جرګې کاندید وزیرانو ته د رایو ورکولو تربهیر وروسته د رایو شمېرل پیل کړل.
تر دا مهاله ولسي جرګې د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي، د ملي امنیت رییس رحمت الله نبیل د مالیي وزیراکلیل حکیمي او د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز تایید کړي دي.
صلاح الدین رباني،۱۵۱ نورالحق علومي ۱۳۱، رحمت الله نبیل ۱۵۴ اکلیل حکیمي ۱۲۸ فیروزالدین فیروز ۱۷۰رایي ګټلي دي.
خو د دفاع وزارت لپاه کاندید شیرمحمد کریمي د اقتصاد وزارت لپاره سردارمحمد رحمان اوغلي د لوړو زده کړو وزارت لپاره کاندید خاطره افغان او د پوهنې وزارت لپاره کاندید ګل زلمی یونسي د دې جرګې له خوا رد شول.
د پاتې کاندید وزیرانو د رایو شمېرنې بهیر دوام لري.