د افغانستان ولسي جرګې کاندید وزیرانو او د ملي امنیت د عمومي ریاست کاندید ته تر رایو ورکولو وروسته د رایو شمېرل پیل کړل.
ولسي جرګې نن د معرفي شوو کاندید وزیرانو له ډلې ۱۸ وزیرانو او د ملي امنیت عمومي ریاست لپاره کاندید ته د رایو ورکولو بهیر پیل کړ.
په دوي کې هغه کاندید وزیران شامل دي چې تردې وړاندې ولسي جرګې ته يي خپل کاري پروګرامونه تشریح کړي وو.
دغه راز ولسي جرګې د ښځو چارو وزارت ته کاندیده نجیبه ایوبي د لوړو زده کړو وزارت له خوا د هغې د تحصیلي اسنادو د نه تاییدیدو له امله نن رد کړه.