داعش ګواښ کړی چې که غوښتنه يي ونه منل شي جاپانی خبريال او يو اردنی پيلوټ به ووژني

د اسلامي دولت سخت دريځې ډلې له خوا په خپاره شوي يوه انټرنیټي پيغام کې ويل شوي چې که په ۲۴ ساعتو کې دننه يوه عراقۍ وسله واله چې اوس بندي ده، راخوشې نه شي، دوی به برمته کړی يو جاپانی خبريال او يو اردنی پيلوټ ووژني.

داويډيوچې د جنورۍ په ۲۷مه خپره شوې ده، د جاپاني برمته شوي خبريال کينجي ګوتوعکس ښکاروي چې په لاس کې يې د اردني پيلوټ معاذ الکسسبه عکس وي.

پردې ويډيو سربېره ثبت شوی ږغ چې ښايي د ګوتو وي، خبرداری ورکوي چې اردن د عراقۍ ځانمرګي بريدګرې ساجده الرشاوي په نه راخوشې کولو سره، د دې خبريال راخوشې کول ځنډوي.

د جاپان د کابينې منشي يوشيهيدې سوګا Yoshihide Suga وروسته خبريالانوته وويل چې حکومت يې په دې سخت وخت کې د اردن له حکومته غوښتي دي چې د ګوتو په راخوشې کولو کې مرسته وکړي.

تېره اوونۍ، د اسلامي دولت سخت دريځو په يوه ويډيوکې ادعا کړې وه چې يوبل جاپانی يرغمل شوی کس يې وژلی دی او ويلي يې وو چې که رشاوي راخوشې نه شي، ګوتو به هم ووژني.