په کندز کې څه باندې ۱۰۰ تنه وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

Your browser doesn’t support HTML5

دکندز سیمه ییزو چارواکو له ازادۍراډیو سره په خبرو کې وویل،چې دوی ددې ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفینو د ځپلو په هدف د مرغومی یا جدي میاشتې په ۲۹ تاریخ د ۱۸ شاهین په نوم ګډ چاڼیز عملیات پیلې کړي وو،او د وسله والو مخالفینو بریدونه یې د امام صاحب ولسوالۍ په تاشګذر سیمې کې دفعه کړل.