د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وايي، په کابل ښارکې د وسلو د قاچاق په تور یي درې تنه نیولي دي.
د ملي امنیت عمومي ریاست څخه په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د یادو کسانو سره یې اووه میله کلاشینکوفونه او څلویښت میله تومانچې چې په یوه پیکپ موټر کې ځای پرځای کړي وو دپولیسو لاسته ورغلي دي.
اعلامیه زیاتوي چې یادو کسانو دا وسلې د پاکستان د پیښورښاره لومړی ننګرهاراو له هغه ځای کابل ښارته داخلي کړي وې چې غوښتل یې د افغان دولت په وسله والو مخالفینو باندې وپلوري د ملي امنیت د منسوبینو له خوا ونیول شوې.
اعلامیه همدارنګه زیاتوي چې نیول شوو کسانو پرخپله جرم اعتراف کړی دی.