کردي وسله وال د سوریې په کوبانې ښار بیرته واکمن شول

راپورونه وایي، کردي وسله وال چې د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو هوایي ملاتړ ورسره دی، د اسلامي دولت ډلې له وسله والو سره له څلورو میاشتو جګړو وروسته، د دوشنبې په ورځ د سوریې په کوبانې ښار بیرته واکمن شول.

د سوریې فعالان او کردي چارواکي وایي، د اسلامي دولت وسله وال له کولاني ښارګوټي نه چې د ترکېې پولي ته نږدې پروت دی، ایستل شوي دي.

د سوریې د بشري حقونو د څارونکې ډلې مشرعبدالرحمن د دوشنبې په ورځ وویل، کردي وسله والو د کوباني ښارپه ختیځو برخوکې د اسلامي دولت وسله وال په مخه کړي وو او د ښار په دننه کې جګړه ختمه شوې ده.

د امریکا د دفاع وزارت یوه ویاند وویل، دی نه شي ویلای چې د کوباني جګړه ګټل شوي ده.

د اسلامي دولت وسله والو په تیر اوړي کې په عراق او سوریه کې زیاتې سیمې تر ولاک لاندې کړي وې.

دغې ډلې په تیرسپتمبرمیاشت کې د کوباني ښارشاوخوا د یو شمېر کردي سیمو د نیولو هڅې وکړې، خو په خپله د ښارد نیولو په جګړو کې یي له زرو زیات وسله وال له لاسه ورکړل.

په عین حال کې د عراق د پوځ یوه قوماندان د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې ختیځ ولایت دالیا یي د اسلامي دولت د وسله والو له واکه ازاد کړي دي.