پکتیکا: په سیمه کې امنیتي ستونزې د ډیورنډ کرښې اغاړه طرحه او ډیزانیږي

د پکتیکا ولایت چارواکي وایي، په دې ولایت کې امنیت ښه دی، خو په سیمه کې امنیتي ستونزې د ډیورنډ کرښې اغاړه طرحه او ډیزانیږي.

د پکتیکا ولایت د خاصې قطعې قوماندان عزیزالله کاروان ازادۍ راډیو ته وویل، د دې ولایت امنیت د قناعت وړ دی، خو ټولې ستونزې د کرښې له اغاړې رامنځ ته کېږي:

″د افغانستان پولي او یا هغو ځایو ته چې هلته موږ پوستې نه لرو، خلک را اوړي او د افغانستان ولسوالیو او پکتیکا ولایت ته ستونزې جوړوي.″

کاروان زیاته کړه، په شمالي او جنوبي وزیرستان کې د پاکستان د پوځ د نمایشي عملیاتو له امله زیات شمېر وسله وال افغانستان ته رااوښتي دي.