وطندوست: د کاندید وزیر، صلاح الدین رباني اسناد تائید شوي دي

د افغانستان ولسي جرګه وایي، د دوه ګوني تابعیت لرونکو کاندید وزیرانوله ډلې نه د بهرنیوچارو وزارت ته د کاندید، صلاح الدین رباني اسناد یي تائید کړي دي.

د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیسیون رئیس عبدالقادر ځاځي وطندوست ازادۍ راډیوته وویل، د ښاغلي صلاح الدین رباني هغه اسناد یي څیړلې چې ښیې د بریتانیا تابعیت یي سلب شوی دی:

″بهرنیو چارو وزارت ته د کاندید وزیر، صلاح الدین رباني اسناد مو وڅیړل، معلومه شوه چې د یکشنبې له ورځې راهیسي، دی نور د بریتانیا تابعیت نه لري.″

د افغانستان ولسي جرګې له دې مخکې، کورنیو چارو وزارت ته د کاندید، نورالحق علومي اسناد هم تائید کړي وو.

وطندوست زیاته کړه، جمهوررئیس او اجرائیوي رئیس ژمنه کړې چې د پنځو نورو کاندید وزیرانو پرځای چې دوه ګوني تابعیتونه لري، نوي کسان به ولسي جرګې ته معرفي کړي.