د ناټو د قوماندانۍ مرستیال وایي، د امریکا متحده ایالات به له افغان امنیتي ځواکونو سره همکارۍ ته دوام ورکړي.
جنرال سیمون نایټ هرات ولایت ته د سفر پرمهال وویل، په څو راتلونکو میاشتوکې به افغان ځواکونوته څو دانې جنګې هلیکوپتر ورکړې ترڅو د وسله والومخالفانو پرضد جګړو کې ورڅخه کار واخلي:
″افغان ځواکونو ته به په څو راتلونکو میاشتو کې ۱۲ دانې جنګې هلیکوپتر ورسیږي.″
په هرات ولایت کې د هوایي ځواکو پر تاسیساتو د امریکا متحده ایالاتو اتلس میلونه ډالر لګولې دي.