د هسپانیې په جنوب ختیځ کې په یوې پوځې اډه کې د یوې یونانۍ جنګې جیټ الوتکې د غورځیدو په پېښه کې لږترلږه لس کسان وژل شوی دي.
د هسپانیې دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ وویل، د یونان یوه ایف شپاړس F-16 جنګي الوتکه د ناټو په یوه روزنیز مرکزکې له یوې بلې ولاړې الوتکې سره ولګیده.
په دې پېښه کې نور دیارلس کسان ټپیان شوي چې د شپږو حالت یي نازک ښودل شوی دی.
سیمه یېزې خبرې رسنۍ وایي، د ایف شپاړس الوتکې یوه پیلوټ د پورته کېدو پرمهال غلطه الوتنه وکړه.د الوتکې دواړه پیلوټان مړه شوي دي.