د کابل امنیې قومندانۍ تایید کړه چې د درېیم زون محکمې د تحریراتو مسوول عزت الله نن د کمپنۍ په سیمه کې وژل شوی دی.
د امنیې قومندانۍ د جنایي تحقیقاتو مشر جنرال فرید افضلي ازادي راډیو ته وویل چې دا پيښه ممکن د شخصي د ښمنۍ له امله شوي وي.
نوموړي وایي، پولیسو په سیمه کې پلټنې پیل کړي؛ څو د پیښې عامل ونیسي.
طالبانو د دې پيښې مسولیت اخیستی او ویلي یې دي چې د اولې محکمې د دوېیم زون قاضي یې وژلی دی.