د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمسیون وايي له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره له مشورې وروسته به د ولسي جرګې انتخاباتو ته دقیقه نیټه وټاکي.
د دې کمیسیون رییساحمد یوسف نورستاني نن له ازادي راډيو سره په خبرو کې ویلي چې سبا سه شنبې به په دې اړه له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره وګوري.
د افغانستان د اساسي قوانون پربنسټ ټاکل شوې چې د ولسي جرګې انتخابات د راتلونکي کال د ثور په میاشت کې ترسره شي؛ خو داسې راپورونه هم شته چې ممکن یاد انتخابات په ټاکلي وخت ترسره نشي.