د افغانستان د مسکراتو او مخدروموادو پرضد د مبارزې عدلي او قضایي مرکز وايي چې د مخدرو موادو 89 تنه قاچاق وړونکي نن د تحقیقاتو لپاره دې مرکزته استول شوي دي.
د دې مرکز د خبرپاڼې په اساس یاد کسان تیره میاشت له 19 ولایتونو څخه د مخدرو موادو د قاچاق په تور نیول شوي وو.
ویل کیږي چې له نیول شوو کسانو څخه په ډيره پیمانه مخدره مواد هم ترلاسه شوي دي.