دفاع وزارت: د عملیاتو پرمهال د مخالفانو د یوه قومندان په ګډون ۲ تنه وژل شوي

د افغانستان دفاع وزارت وايې چې په تیرو۲۴ساعتونو کې د تصفیوي عملیاتو پر مهال د وسله والو مخالفانو د یوه قومندان په ګډون دوه تنه وژل شوي دي.

دې وزارت د خبرپاڼې په اساس په دې عملیاتو کې چې په پکتیکا، هلمند او کندز کې ترسره شوي ۱۱ نورمشکوک کسان نیول شوي هم دي.

د دوي په وینا چې په دې عملیاتوکې ۱۵ حلقې ماینونه او نور وسلې او مهمات کشف او خنثی شوي دي.

د فاع وزارت وايي چې د عملیاتو پرمهال دوه د ملي اردو منسبوین هم وژل شوي دي.