د فراه ولایت سیمه ییزچارواکي وايي چې په دې ولایت کې یې د مرغانو د غیرقانوني ښکارمخه نیولې ده.
د دې ولایت سرپرست محد یونس رسولي نن ازادۍ راډیوته وویل له بهرنیو ښکاریانو یې لیکلې ژمنې اخیستې چې ښکاربه نه کوي.
له دې وړاندې داسې راپورونه ورکړل شوي و چې یو شمېرعربان په ځانګړې توګه د قطر هېواد اوسېدونکي په فراه ولایت کې نادره مرغان په غیرقانوني توګه ښکار کوي.