ولسي جرګې نن درې کاندید وزیران د خپلو راتلونکو پرواګومونو او پلانونو د تشریح لپاره ورغوښتي دي.
په دې کسانو کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت لپاره کاندید قمردین شینواری، ترانسپورت وزارت ته کاندید فیض الله ذکي او فواید عامې وزارت ته کاندید ډاکټرعباس بصیر شامل دي.
نن د کاندید وزیرانو د پروګرامونو د تشریح پنځمه ورځ ده او له دې وړاندې هم دیارلسو کاندید وزیرانو ولسي جرګې ته خپل پروګرامونه تشریح کړي دي.