په اوکراین کې پرون د ملي ماتم ورځ وه

د اوکراین په جنوب ختیځ ښارماریوپول Mariupol کې له راکټي حملو وروسته چې دېرش کسان یې ووژل پرون په دې هېواد کې د ملي ماتم ورځ وه.

ولسمشرپیترو پوروشینکو دا حمله چې همدا راز له نوي زیات کسان په کې ټپیان شول د بشريت پرضد جنایت وباله خو ویې ویل، اوکراین په مینسک کې د سپټمبرمیاشتې د سولې تړون ته ژمن دی.

پوروشینکو د قربانیانو لپاره ټول سپورتي او کلتوري پروګرامونو فسخ اعلان کړل او ملي بیرغونه نیم ځوړند وو.

د اوکراین دفاع وزیروویل چې د شنبې په ورځ پرماریوپول ښارد روس پلوو بېلتونپالو تر ولکې لاندې سیمو د ګراډ توغنديو درې حملې وشوې چې پر یو مارکېټ او د استوګنې پر یوه سیمه ولګېدل، خو بېلتونپال وايي چې دا توغندي د اوکراین پوځ ویشتلي.

د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان ویلي چې توغندي د بېلتونپالو تر ولکې لاندې سیمو څخه ویشتل شوي.