جان کري به له نايجريايي چارواکو سره د بوکو حرام ډلې په اړه خبري وکړي

ټاکل شوې ده د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کري نن نايجريا ته د اسلامي سخت دريځو ډلو په اړه د خبرو لپاره ولاړ شي.

کري به د نايجريا د چارواکو سره د بوکو حرام سخت دريځې ډلې په اړه خبري وکړي. د بوکو حرام غړي له څو کلونو راهيسي په نايجريا کې په تروريستي عملياتو بوخت دي او په دې وروستيو کې يې خپل عمليات ګاونډي هيوادونو ته غځولي دي.

ټاکل شوې ده، د فرورۍ د مياشتې په ۱۴مه په نايجريا کې ولسمشريزې ټاکنې تر سره شي او له دې انتخاباتو مخکې نايجريا ته د کري سفر دا څرګندوي چې د بوکو حرام تروريستي ډلې د فعالیتونو زياتوالی د ټولې سيمې لپاره څومره د اندېښنې وړ خبره ده.

نايجريا ته د کري له سفره مخکې ځايي سرچينو ويلي چې د بوکو حرام مشکوکو سخت دريځو د نايجريا په لوي شمال ختيځ ښار مايدوګوري کې نن سهار وختي حمله کړې ده.

د امریکا حکومت عموماً نورو هيوادونو ته د لوړې کچې د انتخاباتو پر مهال خپل لوړپوړي ډپلوماټان نه ليږي.