په لیبیا کې یوې وسله والې ډلې تایید کړې چې مشر یې په بن غازي کې وژل شوی دی.
دا کس په لیبیا کې د امریکا پر قونسلګرۍ په وسله واله حمله کې تورن و چې له امله په بن غازي کې د امریکا سفیر ووژل شو.
د انصار الشرعیه په نوم یوې وسله والې ډلې تیره ورځ اعلان وکړ چې د دې ډلې مشر محمدالظواهي دبن غازي هوايي ډګرته نږدې په یوه وسله واله حمله کې ووژل شو.
خو انصار الشرعیه ډلې نه دي ویلي چې الظوهي څه وخت ووژل شو.
د امریکا متحده ایالات په دې باور دی چې د انصار الشرعیه ډله په ۲۰۱۲م کال د سپټمبر په یوولسمه په بن غازي کې د دې هېواد پر قونسلګرۍ په حمله کې لاس درلود.
دا ډله دامریکا او او ملګرو ملتونو سازمان له خوا د تروریستي ډلې په توګه پیژندل شوې وه.