د بهرنیو چارو وزارت وايي چې درې کاندید وزیران له خپل بهرني تابعیت څخه تیر شوي دي.
د دې وزارت دویاند مرستیال سراج الحق سراج آزادۍ راډیوسره خبرو کې دا دری وزیران داسې معرفي کړل:
"د بهرنیو چارو وزارت لپاره کاندید صلاح الدین رباني؛ د کورنیو چارو وزارت لپاره کاندید نورالحق علومي او کار او ټولنیزو چارو وزارت لپاره کاندید سادات نادري دي؛ صلب تابعیت یې د بهرنیو چارو وزارت ته رسیدلي دي."
نوموړي زیاته کړه چې ښاغلي رباني او نادري د بریتانیا او ښاغلي علومي د هالنډ تابعیت څخه تیر شول.
دا درې واړه کاندید وزیران د هغه اوو تنو کاندید وزیرانو په ډله کې وو چې د ولسي جرګې له خوا د دوګوني تابعیت د لرلو له امله رد شوي وو.
د ولسي جرګې اداري پلاوي ویلي چې د دغو درې واړو وزیرانو په اړه ولسي جرګه نن بحث کوي چې ولسي جرګې ته راتلاسي که نه.