د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق وايي چې د دغه ولایت په هوايي ډګر کې یې د پاکستان له جګپوړو پوځي چارواکو سره د تروریستانو پر ضد د هلوځلو په اړه خبرې کړي دي.
د کندهار امنیه قومندان پرون په یوه خبري غونډه کې وویل چې د پنجشنبې په ورځ یې د کندهار په هوايي ډګر کې له جګپوړو پاکستاني پوځیانو سره د ډیورند د کرښې په دواړو خواوو کې د تروریستانو د ځپلو او له منځه وړلو په اړه مفصلې خبرې وکړې.
د کندهار امنیه قومندان وايي چې په تېرو څلورو کلونو کې دا لومړی ځل دی چې دواړه خواوې د تروریستانو پر له منځه وړلو سلا مشوره کوي.
نوموړي يادونه وکړه چې له پاکستان سره به دا ډول غونډې دوام وکړي.