د یوشمېر هېوادونو مشران د عربستان خلکو ته د تسلیت ویلو لپاره سعودي ته ورسېدل

افغان ولسمشر اشرف غني هم د هغو مشرانو په ډله کې دی چې سعودي عربستان ته د ملک عبدالله د مړیني له کبله د تسلیت وړاندې کولو لپاره تللي دي.

له ښاغلي اشرف غني سره د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی هم ملګری دی.

د بریتانیا، فرانسې، سویډن، هالنډ، روسیې، اوکرایین، ایران، پاکستان، عراق او یو شمیر نورو هیوادونو یا ولسمشران او یا هم نور لوړ پوړي چارواکي د سعودي عربستان د پخواني پاچا عبدالله د درناوي مراسمو ته ریاض ته ورسیدل.

سپینه ماڼۍ وايي، ولسمشر اوباما پلان درلود چې هند ته په سفر کې تاج محل ته ولاړ شي؛ خو د ملک عبداله له مړینې سره یې پلان بدل شو او دی به سعودي عربستان ته ولاړ شي.

په پام کې ده اوباما د جنورۍ پر ۲۷مه په ریاض کې د عربستان د نوي پاچا سلمان بن عبدالعزیز سره وګوري.

د نړۍ مشرانو ملک عبداله د اسلامي نړۍ او لویدیځ تر منځ د یوه اساسي منځګړي په توګه وستایه؛ خو یو شمیر منتقدین د بشري حقونو په برخه کې د هغه پر کړنو انتقاد لري او پرنوي پاچا ټینګار کوي چې د بیان د آزادۍ او د ښځو د حقونو د خوندیتوب لپاره لا ‌ډیر کار وکړي.