د څلورو شمالي ولایتونو پر ۳۰۰ بڼوالو د اوبو لګولو دستګاوې ووېشل شوې

د افغانستان د څو ولایتونو بڼوالو څه باندې ۳۰۰ د اوبو لګولو دستګاوې تر لاسه کړې.

د افغانستان کرني او مالدارۍ وزارت یوه ساحوي مسوول انجینر محمد غلام ملاخیل آزادي راډیو ته وویل چې دغه دستګاوي په کندز، تخار، بغلان او بدخشان کې توزیع شوي دي.

"زموږ ډیری بزګر له دې سیسټم څخه راضي دي او هغه بزګر چې ځمکي یې د اوبو له سطحې څخه لوړي دي او اوبه نه لري، کولی شي له دې سیسټم څخه په استفادې خپلې ستونزي هواري کړي.

خلک ډیرې غوښتنې لري او موږ هڅه کوو په راتلونکې کې دا سیسټم پراخ کړو. دا یوه ښه او موثره لاره ده. د اوبو لګولو پرهر ماشین دیرش زره افغانۍ لګښت راغلی او موږ له بزګرو څخه ډیرې لږ پیسې اخستي دي چې ۷۹۰۰ افغانۍ دي."

دغه سیمه ییز چارواکي وویل چې د اوبو لګولو دغه دستګاوي هغو بڼوالو ته ورکول کیږي چې ځمکي یې د اوبو تر سطحې لوړې دي او هغوی وړاندې خپلې کروندې د برقي واټر پمپونو په مرسته اوبولې.