د کوسوو پولیسو پرون ناوخته د هغو زرګونو حکومت ضد اعتراض کوونکو د تیتولو لپاره اوښکي بهوونکی ګاز شیندلی چې پر یوې دولتي ودانۍ یې ډبري ویشتلې.
دغه مظاهرې د البانیایې نژاده مخالفو ګوندونو له لوري راپورته شوې وې.
له ۲۰۰۸ کال راهیسې چې کوسوو له سربیا څخه آزادي اخستي دا په پرستینا کې تر ټولو لویې مظاهرې بلل شوي دي.
البانیایې نژاده ډلې د صرب نژاده وزیر الکساندر جابلانوویک د لیري کطدو غوښتنه کوي.
د روانې میاشتې په سر کې وزیر جابلانوویک یو شمیر هغه البانیایي نژاده اعتراض کوونکي وحشیان وبلل چې په سربیا کې یې د ۱۹۹۸ او ۱۹۹۹ کلونو پر مهال خپلوان له لاسه ورکړي وو.
دغه وزیر بخښنه وغوښته، خو مخالفې ډلې د هغه د استعفی غوښتنه کوي.
که څه هم شاوخوا لس زره کسانو پرون مظاهره پای ته ورسوله؛ خو لسګونه نور یې لاهم پر حکومتي ودانیو ډبرو ویشتلو او حملو ته دوام ورکړ او پر پولیسو یې حملې وکړې چې ۲۰ تنه پولیس افسران یې ټپیان کړل.
پولیس وايي، تر اوسه ۲۲ تنه اعتراض کوونکي نیول شوي دي.