د امریکا ولسمشر بارک اوباما پاکستان ته خبرداری ورکړی چې له تروریزم سره په مبارزه کې باید خپلې هڅې زیاتې کړي.
ولسمشر اوباما سبا نوي ډيلي ته رسیږي.
هندي چارواکي د دې رسمي سفر لپاره په تیاري لګیا دي.
بارک اوباما پرون وویل چې پاکستان له تروریزم سره په مبارزه کې تر خپل رقیب هند څخه شاته پاتې او باید د تروریستانو د ځالو د له منځه وړلو لپاره هڅې زیاتې کړي.
اوباما وویل، پاکستان باید هغه کسان چې په ۲۰۰۸ میلادي کال کې په ممبی ښار کې په تروریستي حملو کې لاس لري؛ عدالت ته ودروي.
سره له دې چې په وروستیو کلونو کې د هند او امریکا روابط ډير خواږه نه وو؛ خو ولسمشر اوباما یې د ټينګولو هڅې کوي.
د هند صدراعظم نریندرا مودي تیر منی، واشنګټن ته تللی و.
سپینه ماڼۍ هیله څرګندوي چې هند ته د جمهور رییس اوباما په دې سفر کې به د اقلیمي بدلون؛ دفاعي چارو او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره پرمختګ وشي.