په څو هېوادونو کې خلکو د پیغمبر (ص) د کارټون د بیا خپرېدو پرضد لاریونونه وکړل

په افغانستان، ايران، پاکستان او د هند تر ولکې لاندې کشمير په ځينو برخو کې د فرانسوۍ طنزي مجلې شارلي ابدو له خوا د اسلام د ستر پيغمبر (ص) د کارټونونو د بيا خپرېدو پرضد لاريونونه وشول.

د ايران دولتي ټلويزيون راپور ورکړ چې د جمعې تر لمانځه وروسته د دغو کارټونو د خپرېدو پرضد د ايران په څو ښارونو کې مظاهرې وشوې.

په همدې حال کې په لوېديځ ولايت هرات کې هم شا و خوا شل زره کسانو او په کابل کې په سلګونو کسانو مظاهره وکړه.

شا و خوا ١٥سوه کسانو د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې هم مظاهره وکړه؛ ورسره يې د فرانسې بيرغ ته اور واچاوه او د دغه هېواد پرضد يې شعارونه ورکړل.

شا و خوا څلور زره کسانو په کراچۍ او ٢زره نورو په پېښور او کوټه کې په مظاهره ووتل.

په همدې حال کې شا و خوا درې زره کسانو د هند تر ولکې لاندې د کشمير په سرينګر کې مظاهره وکړه.

د جنورۍ پر اوومه دوو وسله والو کسانو په پاريس کې د شارلي ابدو مجلې پر دفتر بريد وکړ او ١٢ کسان يې ووژل.

تر دې بريد وروسته دغې مجلې د حضرت محمد (ص) بل کارټون خپور کړ.