د سعودي عربستان نوي پاچا شاه سلمان پرون ژمنه وکړه، چې خپل هېواد به ثابت وساتي.
ده د خپل ناسکه ورور شاه عبدالله تر مړينې وروسته په تېلو د دې غني او محافظه کار هېواد په اړه دغه څرګندونې وکړې.
شاه عبدالله د ٩٠ کلونو په عمر د جنورۍ د٢٣مې سهار وختي مړ شو.
د سعودي عربستان نوي پاچا نهه اويا (٧٩) کلن سلمان په خپله لومړۍ عمومي وينا کې ژمنه وکړه چې خپل هېواد به د خداى په توکل پر هغه لار رهبري کړي چې له تاسيس راهيسې ورباندې روان و.
ده له مسلمانانو د يووالي او پيوستون غوښتنه وکړه او وعده يې وکړه چې د خپل هېواد د دفاع لپاره به کار کوي.
سلمان خپل يو زوى شهزاده محمد د دفاع د وزير په توګه وټاکه.
د نړۍ مشرانو شاه عبدالله د يوه منځلاري مشر په توګه وستايه؛ خو په عين حال کې ځينو مبارزانو د ده د بشري حقونو سابقه وغندله او له نوي پاچا څخه يې غوښتنه وکړه چې د بيان د ازادۍ او د ښځو د حقونو لپاره زياتې هڅې وکړي.