د پاچا عبداله تر مړینې وروسته د تیلو بیې لوړې شوي دي

د سعودي عربستان د پاچا عبداله تر مړینې وروسته د تیلو بیې لوړې شوي دي.

که څه هم تمه کیده چې د نړۍ د تیلو ستر تولیدوونکي هېوادونه به د تیلو د تولید پالیسې په هماغه ډول جاري وساتي.

د انرژۍ د نړېوال سازمان یوه لوړ پوړي اقتصاد پوه نن ویلي چې د سعودي عربستان د تیلو په پالیسۍ کې یې د بدلون تمه نه درلوده.