امریکايي او کیوبابي چارواکي وايي چې په واشنګټن او هاوانا کې د دواړو هېوادونو د سفارتونو د بیا پرانیستو نېته نه ده ټاکل شوې.
د دواړو خواوو چارواکو پرون وویل، پردې موافقه شوې ده چې د دې موضوع په اړه باید بیا خبرې وشي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې روبرتا جېکوبسن پرون په هاوانا کې خبریالانو ته وویل، دا نه شي ویلای چې دقیقا څه وخت به دواړه هېوادونه خپل سفارتونه بیا پرانیزي.
د کیوبا د پلاوي مشرې جوزفینا ویډال Josefina Vidal هم وویل، په راتلونکي کې به خبرې وشي خو دې یې ځای او نېټه ونه ښودل.
متحدوایالاتو او کیوبا په ۱۹۶۱ کال کې له یوبل سره اړیکي پرې کړل او تردې دمه دواړو هېڅ راز اړیکي نه درلودل. په تېرو ۳۵ کلونو کې مېرمن جېکوبسن لومړنۍ جګپوړې امریکايۍ چارواکې ده چې کیوبا ته ځي او له کیوبايي چارواکو سره ګوري.