ټاکل شوې چې د افغانستان د ولسي جرګې د انتخاباتو د نوې نېټې په اړه راتلونکې اونۍ پرېکړه وشي.
د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مرستیال عبدالرحمن هوتکي ازادۍ راډیوته وویل چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو اوږدېدو د ولسي جرګې انتخاباتو ته د دوی د تیاریو بهیر له خنډ سره مخامخ کړ:
″یوڅه ځنډ به په کې راشي ځکه د ولسمشرۍ انتخابات ځنډني شول او د کمیسیون یوڅه وخت چې باید د ثورپه دوهمه د جرګې انتخاباتو ته یې تیاري نیولې وای، موږهغه وخت له لاسه ورکړ.″
ښاغلي هوتکي زیاته کړه، که حکومت د لازمو امکاناتو د برابرولو ژمنه ونه کړي د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو انتخابات ښايي په یوه وخت کې ترسره نه شي.