که څه هم د ماشومانو له خوا درانه کارونه د بشري حقونو له موازینو سرغړونه ده، خو په افغان ماشومانو له اوږدې مودې راهیسې درانه کارونه تحمیلیږي.
د افغانستان د بشرد حقونو کمیسون وایي چې اوس هم له دوه میلیونو زیات افغان ماشومان د داسې کارونو په کولو مجبور دي چې د عمر او توان سره یې مطابقت نه لري.
له دې سره د افغانستان د کارو او ټولنیزو چارو وزارت وایي د دوی د ټولو هڅو سره اوس هم د درې میلیونو ماشومانو ژوند له خطر او ګواښ سره مخ دی.
ډير شمېرماشومان په افغانستان کې مجبوردي چې په سختو شرایطو کې د ورځې تر ناوخته کار وکړي او کورنۍ ته یوه اندازه پیسې او نفقه پیدا کړي.
ناامني، بې وزلي او بیکاري د دې سبب شوي چې ډير شمېر ماشومان درنو کارونو ته مخه کړي او د زده کړو په شمول د ژوند د ډيرو نورو حقونو څخه محروم شي.
څيړنې ښيي چې د دې ماشومانوڅخه ډير یې د کمزوري اقتصاد او د کور د سرپرست د نشتوالي له امله له توانه بهر درنو کارونوته مخه کوي او تر اوږده عمره بیا همدا درانه کارونه کوي، له دې جملې څخه یو هم حمیدالله دی چې په تنکي عمر یې درنو کارونو ته مخه کړې ده:
″حمیدالله نومیږم ترماښامه دلته لګیا وم په کورکې څوک نه لرم د کور پیسې زه پوره کوم او ډوډۍ اوبه زما نه غواړي سهار اوه بجې له کوره وځم او ترماښامه همدلته وم که زما له توانه دروند کار م وي مجبور کوم یي.″
یوازې حمیدالله نه دی چې ټوله ورځ په کار بوخت وي بلکې په هېواد کې په زرګونو داسې تنکي ماشومان شته چې دا ډول درانه کارونه کوي.
احسان بل ماشوم دی چې د کابل د ژمي په سړه هوا کې یې له سړو ریږدي او درانه کارونه کوي، څو کورته پیسې پيدا کړي:
″پلارمې کورکې نه پریږدي باید په کار پسې راووځم دا اوس مې داسې ساړه کیږي خو راځم دلته د مستري سره کار کوم او درندې درندې اوسپنې ښکته پورته کوم.″
په ولایتونو او مرکزکابل کې له ګرځيدو سره داسې ماشومان خورا ډیردي چې د خښتو د پخولو په بټیو کې کار کوي، موټر مینځي، غالۍ اوبي، په فابریکو کې وي او یا مستریتوب کوي.
د راپورونو له مخې دا ماشومان پنځوس فیصده د کار خوندي چاپیریال نه لري او وخت ناوخت د کارد مالکانو له لوري د بېلابېلو تاوتریخواليو قرباني کیږي.
ویل کیږي چې له یو شمېردې ماشومانو نه جنسي استفاده کیږي او ورڅخه د نشه یي توکو په قاچاق کې هم کاراخستل کیږي.
د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمیسیون له دې سره چې د کارګروماشومانو وضعیت د اندیښنې وړ بولي وایي، د دوی راټول شوي ارقام ښيي چې په هېواد کې دوه میلیونه ماشومان د درنو کارونو په کولو بوخت دي.
د دې کمیسیون د ماشومانو د برخې مسولې ثریا صبحرنګ ازادۍ راډیوته وویل، له ډيرودې ماشومانوڅخه د کارپه وخت کې بده استفاده کیږي خو حکومت د داسې ماشومانو وضعیت د ښه کیدو لپاره هیڅ ځانګړي پاليسي نه لري او په دې برخه کې حکومت ناکام دی:
″زموږ له دوه میلیونو څخه ډيرماشومان نن ورځ په درنو کارونو لګیا دي چې د فزیکي توانه یې دا کارونه جګ دي ډيردا ماشومان د کورنو سرپرستان دي.
بدبختانه حکومت نه دی توانیدلي چې په دې برخه کې څه خاص پروګرام ولري او کاملا په دې برخه کې تراوسه ناکام دی.″
اغلي صبحرنګ وایې، د دې ستونزې د حل لپاره نوی افغان حکومت باید په دې برخه کې پاملرنه ډيره او هغوی ته د زده کړو د امکاناتو په برابولو ډيره پانګونه وکړي.
د ماشومانو کار په قانون کې منع ګرځول شوی.
د ماشومانو د کنوانسیون په یوه ماده کې راغلي د ماشوم له حقه باید د هغه کارپه وړاندې چې دروند وي، یا د ماشوم تعلیم ته زیان رسوي او یا د ماشومانو جسم، ذهن، روح او معنا زیانمنوي دفاع وشي او په دې صورت کې ماشوم ته د ملاتړلاس ورکړل شي.
په همدې ډول د افغانستان د اساسي قانون په نهه څلویښتمه ماده کې راغلي چې په ماشومانو د کارپه زور تحمیلول جواز نه لري.
خوله دې ټولو سره په افغانستان کې ډير ماشومان چې د قانوني ټاکل شوي اته لس کلنی څخه کم عمرونه لري د درنوکارونو په کولو مجبور دي.
په ورته وخت کې د افغاني ماشومانو سره یو شمېر مرستندویه ادارې انتقاد کوي چې د افغان حکومت له خوا په دې برخه کې د منظمې تګ لارې نشتون د دوی مرستې هم اغیزمنې کړي دي.
د افغانستان د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو وجهي صندوق یا یونیسف په هېواد کې د ماشومانو لپاره شوي کارونه کافي نه بولي او غوښتنه کوي چې د ماشومانو وضعیت ښه کیدو ته باید د نوي حکومت په مهمو کارونو کې ځای ورکړل شي.
په کابل کې د یونیسف ویاند عزیزفروتن د ازادۍ راډيو سره په خبروکې وویل، د ماشومانو حقونو د پیژندلو عامه پوهاوی باید ډير شي ترڅو دې برخې ته خلک هم پاملرنه ډيره کړي:
″ماشومانو ته باید لومړیتوب ورکړل شي کله چې د یوه هېواد کلنی بودیجه ولسي جرګې ته ځي وکیلان باید دې ته پام وکړي چې د زیانمنو ماشومانو برخه څومره په نظر کې نیول شوي ده.
تردې چې په کورونو کې ماشومانوته لومړیتوب ورکول خورا مهم دي که څه په افغانستان کې د خپلو اولادونو سره مینه ډيره لري خو هغوی ته لومړیتوب ورکول ډيرمهم دي چې په دې برخه کې پوهاوي ته ضرورت دی.″
له دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي چې د وروستیو لسیزو له ناخوالوڅخه شپږنیم میلیونه ماشومان د خطرله ګواښ سره مخ دي.
د کار او ټولیزو چارو وزرات په داسې حال کې چې د حکومت او یو شمېرمرستندویه ادارو ترمنځ د همغږۍ نشتوالی تاییدوي وایي، د ۲۰۰۶ کال راپدیخوا دوی توانیدلي چې د یوې ځانګړي پالیسی له مخې تردرې نیم میلیونو ماشومان ترخپل ملاتړ لاندې راولي.
د دې وزارت سرپرست واصل نورمهمند ازادۍ راډيوته وویل، په دې برخه کې تراوسه شوي کارونه کافي نه دي بلکې حکومت باید د زیانمنو ماشومانولپاره ډيره بودیجه په نظرکې ونیسي:
″طبیعي ده چې د ماشومانو دا حالت زموږ لپاره د اندیښې وړده که له دې ماشومانو ملاتړ ونه شي د زده کړو زمینه ورته برابره نشي حالت یې له دې هم خرابیږي دا چې له زده کړو پاتې شي بوج یې په ټولنه لویږي.
دا اوس اړتیا ده چې موږ د هغوی ملاتړ وکړو که د مالیې وزارت کافي بودیجه رانه کړي موږ به هڅه وکړو چې د مرسته کوونکو ادارو په کومک دا ماشومان تر پوښښ لاندې راولو.″
د کار او ټولنیزو چارو وزارت د معلوماتوله مخې د ماشومانوپه برخه کې څه کم دوه سوه موسسې ثبت دي چې په ویناوې یې دوی تراوسه څه مهم کارونه نه دي کړي او ډيرو یې یوازې د نړېوالې ټولنې څخه پیسې اخستي خو فعالیت نه لري.
د ټولنیزوچاروکارپوهان په دې باوردي چې په افغانستان کې د کارګرو ماشومانو موجوده ستونزې یوې سراسري طرحې او د هغې تطبیق بیا بشپړملاتړته ضرورت لري.
د دې کارپوهانو له ډلې انوروفا سمندرازادۍ راډيوته وویل، سره له دې چې د افغان ماشومانود وضعیت د سمیدو سره په میلیونونو ډالرمرستې شوي خو د اداري فساد او د منظمې پالیسی نشتون له امله یې د پام وړ نتیجه نه ده ورکړې:
″بد بختانه په افغانستان کې یو شمېرکسانو د غلاو وحشیانه اعمال د خدمت په نوم سرته رسولي دي.
دلته بې له شکه ډيرې مرستې راغلې داسې چې د اعدادو صفرونه یې نه شمېرل کیږي خو وینو چې عملا کار نه ده شوی نو د دې لپاره باید کورنۍ او دولت په ګډه اخلاص مند ګامونه پورته کړي.″
له دې سره ارواپوهان وایي، په ټولنه کې ترټولو غټو ستونزو او جنایې جرمونوته هغه کسان ډیرمخه کوي چې په کوچنیوالي کې زیانمن شوي وي.
دوی وړاندیزکوي چې د ماشومانو سره باید چلند داسې وي چې ژوند نعمت او مینه وګڼي داسې کارونوته مجبورنه شي چې دوی یې وس نه لري او که داسې څه پیښیږي لویان یې باید ملاتړ وکړي.
دوی وایي، د ماشومانو لپاره د خاصو پروګرامونوله مخې لومړیتوب ورکول او د دوی وضعیت ته پاملرنه چې په یوه وخت کې د کورنۍ او حکومت له خوا وي د دې سبب کیږي چې ماشومان ځان ارامه احساس کړي چې دا کارد دوی او د ټولنې د ښې راتلونکي سره مرسته کولای شي.
راپور: یوسف خان ځدراڼ