په جرمني کې د پیګیدا په نوم د اسلام ضدغورځنګ مشر استعفی وکړه

په جرمني کې د پیګیدا په نوم د اسلام ضدغورځنګ مشر تیره ورځ په داسې وخت کې استعفی وکړه چې په لسګونو زره کسانو د مسلمانو مهاجرو پر ضد او ملاتړ د جرمني په ختیځ ښار لیپزیګ کې لاریون وکړ.

چارواکو وویل چې په پروني لاریونونو کې نژدې یولک کسانو برخه واخیسته.

کاترین اویرټیل چې د پیګیدا یوه موسسه ده وویل چې د دې غورځنګ مشر لوتزبوخمن استعفا کړې خو غورځنګ به مخ ته لاړ شي.

بوخمن د یکشنبې په ورځ وروسته له هغې د جرمني په رسنیو کې یوه خبر جوړونکې څیره شوه چې له فیسبوکه یې یوعکس چې بریت او ویښتان یې ادولف هیتلرته ورته دي، خپور شو.