د دفاع، پوهنې، کلیو او پراختیا او حج او قافو وزارتونو لپاره کاندید وزیران وايي که چېرې ولسي جرګه ورته د باور رایې ورکړي په اړوندو وزارتونو کې به اساسي تغیرات رامنځته کړي.
یادو وزیرانو نن دغه څرګندونې د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې د خپلو پروګرامونو د تشریح پر مهال کولې.
د دفاع وزارت لپاره کاندید وزیرشیرمحمدکریمي وویل، که چېرې ولسي جرګه ورته د باور رایې ورکړي له پاکستان سره د ښو اړیکو ساتل به یې د پروګرامونو په سر کې وي.
د پوهنې وزارت لپاره کاندید وزیرګل زلمی یونسي، د دفاع وزارت لپاره کاندید وزیرشیرمحمد کریمي، د کلیواو پراختیا وزارت لپاره کاندید وزیرنصیراحمد دراني او د حج او قافو وزارت لپاره کاندید وزیرانو نن ولسي جرګې ته خپل پروګرامونه تشریح کړل.