اوباما: نورد بحران سیورۍ نه شته او د امریکا متحده ایالتونه پیاوړي دي

د امریکا د متحدوایالتونو ولسمشربارک اوباما اعلان وکړ چې د جګړې او اقتصادي رکود له کلونو وروسته نورد بحران سیورۍ نه شته او د امریکا متحده ایالتونه پیاوړي دي.

د سې شنبې په ورځ ملت ته په خپله کلنۍ وینا کې اوباما د امریکا د متحدوایالتونو د اقتصاد بیاراژوندي کولو امتیازځان ته ورکړاو ویې ویل نورد دې وخت را رسیدلی دی چې د جګړې او اقتصادي بحران پاڼه واړوو.

په داسې حال کې چې د نومبر د میاشتې د انتخاباتو په نتیجه کې د امریکا د سنا او د استازو د مجلس کنترول جمهوري غوښتونکو تر لاسه کړی دا ملت د ولسمشربارک اوباما لومړنۍ کلنۍ وینا ده.

په نړېوال دریځ اوباما د امریکا د هوښیار ډوله مشرتابه غوښتنه وکړه چې پوځي ځواک او قوي ډپیلوماسي سره یوځای کړي.

اوباما وویل، واشنګټن د روسیې له تیري سره په مخالفت او د اوکراین د ډیموکراسۍ په ملاتړهغه اصل وساته چې لوی هېوادونه واړه نه شي لاندې کولی.

ولسمشربارک اوباما د ایران په وړاندې د نویو بندیزونو پرخلاف خبرداری ورکړچې د تهران سره به د دې هېواد د اتمي پروګرام په اړه خبرې اترې له ستونزو سره مخ کړي او هوډ یې څرګند کړ چې دا ډول نویو بندیزونو سره به مخالفت وکړي.