ولسمشراشرف غني په دوه ورځني سفر ترکمنستان ته ولاړ

ولسمشراشرف غني نن د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د ترکمنستان مرکزعشق اباد ته ولاړ.

ولسمشربه په دې دوه ورځني سفرکې له خپل ترکمنستاني سیال قربان قلي بردي محمدوف سره په دوه اړخیزو اړیکو او د سیمې په روان وضعیت خبرې وکړي.

ولسمشراشرف غني به ترکمنستان ته د خپل سفر پرمهال د هغه هېواد له چارواکو سره په سیاسي، سوداګریزو او اقتصادي اړیکو او دغه راز د سیمې په روان وضعیت بحث وکړي.

د جمهوري ریاست خبرپاڼه وایي، چې ولسمشر د چهارشنبې په ورځ په یوه دوه ورځني سفرعشق اباد ته ولاړ او د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال په ګډون د بهرنیو چارو، سوداګرۍ، کانونو او یو شمېر نورو وزارتونو سرپرستان یې ملګرتیا کوي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال سراج الحق سراج د دې سفر د هدف په اړه ازادۍ راډیوته داسې وویل:

″ولسمشراشرف غني د ترکمنستان د ولسمشر په بلنې دغه هېواد ته خپل دوه ورځنی سفر پیل کړی، چې هدف یې د افغانستان او ترکمنستان د اړیکو پیاوړتیا ده، له دې سربیره به په دې سفر کې دواړه لوري په اقتصادي او امنیتي مسایلو هم بحث وکړي.″

دا جمهوري ریاست ته له رسیدو وروسته د ولسمشراشرف غني لسم سفردی، چې بهرنیو هېوادونو ته یې کوي.

د ولسمشر نهه نور سفرونه تر ډیره د سیمې هېوادونو او دغه راز لندن، جرمني او بلجیم ته وو.

ولسمشر له دې وړاندې ویلي، هڅه کوي، چې د سیمې له هېوادونو سره د اړیکو د پیاوړتیا په وسیله د افغانستان اقتصاد ورغوي او هېواد له مصرفي حالته په تولیدي حالت بدل کړي.

ترکمنستان هم د سیمې د هغو هېوادونو له ډلې دی، چې په افغانستان کې اقتصادي فعالیت لري.

ټاپي، یا له ترکمنستانه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ګازو د لیږد پروژه، د لاجورد لار، ریل پټلۍ او د افغانستان مصرفي بریښنا هغه پروژې دي، چې ترکمنستان ونډه په کې لري.

د افغانستان د سوداګرۍ خونه بیا په اقتصادي برخه کې د ترکمنستان رول مهم بولي او وایي، دا هېواد کولای شي په بېلابېلو پراختیایي برخو کې پانګونه وکړي.

د دې خونې مرستیال خانجان الکوزي له ازادۍ راډیو سره په خبروکې هیله وښوده، چې په دې سفر کې ځیني تړونونه وشي:

″په درې لحاظه، هم د ترانزیت په لحاظ، هم د تجارت په لحاظ او هم د سرمایه ګزارۍ په لحاظ ترکمنستان خاص اقتصادي اهمیت لري، زه امیدواره یم، چې په دې سفر کې هغه تعهدات چې مخکې وو، له هغې نه علاوه نور تعهدات وشي او په ترانزیتي لارو او نورو مسایلو کار شروع شي.″

څیړونکي هم د افغانستان د امن او ثبات لپاره په اقتصادي پیاوړتیا ټینګارکوي او وایي، که افغانستان له اقتصادي پلوه پرمختګ وکړي، سولې ته لاره هواریږي.

دوی دا سپارښتنه هم کوي، چې که د افغانستان په اقتصادي پروژو کې د ګاونډ او سیمې هېوادونه ښکیل شي، بیا نو دغه هېوادونه هم د امنیت له ټنګښت سره صادقانه همکاري کوي.

راپور: اسدالله لودین