د اسراییلو پولیس وایي، یوه فلسطیني د تلبیب په مرکزي برخه کې په یوه بس کې سپاره یو شمېر کسان د چړو په ګذارونو ووهل.
یوه ویاند وویل، چې پولیسو حمله کوونکی تعقیب کړ او له نیولو مخکې هغه په ډزو ووژل شو.
پولیسو په دې اړه چې نن سهار په دې پیښه کې څو تنه په چړو وهل شوي څه ونه ویل.
د اسراییلو رسنۍ وایي، لس تنه ټپیان شوي چې د درېیو وضعیت خطرناک دی.
په تیرو څو میاشتوکې د فلسطینیانو په حملو کې چې اکثره یې په بیت المقدس کې شوي، شاوخوا لس تنه وژل شوي دي.