داعش د دوو جاپانیانو د خوشې کیدو په بدل کې ۲۰۰ میلیونه ډالر غوښتي

په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت په نوم وسله والې ډلې نن د دوو جاپاني وګړو یوه ویډيو خپره کړه او د خوشې کېدو په بدل کې یې دوه سوه میلیونه ډالر غوښتي دي.

وسله والو د جاپان حکومت ته نن خبرداری ورکړی چې که په دوو اویا ساعتونو کې پيسې ورنه کړي، دواړه جاپاني وګړي کېنجي ګوتو او هارونا یوکاوا به ووژني.

دا ویډيو پرهغه ویب پاڼه خپره شوې چې د عراق او شام په نوم د اسلامي دولت د وسله والو د فعالیتونو خبرونو خپروي.

د جاپان صدراعظم شین زوابي نن د وسله والو دا کارغندلی او ویلي یي دي چې د جاپان حکومت به د سیمې له سولې او ثبات سره خپلې مرستې جاري وساتي او د وسله والو دا کار د دوي دریځ نه شي بدلولای.

شین زو ابي نن په بیت المقدس کې خبري غونډې ته وویل:

″دا چې موږته د تهدید په خاطر، د بې ګناه انسانانو ژوند ته خطر پيښېږي د منلو وړکار نه دی او موږ یې په غصه کړي یو.

زه پرهغوي ږغ کوم چې دا کسان ژر تر ژره او پرته له دې چې زیان ورته ورسیږي، خوشې کړي.″

د جاپان صدراعظم د شنبې په ورځ په قاهره کې وویل چې په منځني ختیځ کې د پرمختایي پروژو او د کډوالو سره دوه نیم میلیارډه ډالر مرسته کوي.

د اسلامي دولت په نوم وسله والې ډلې ویلي چې دواړه جاپانیان یې د منځني ختيځ له هېوادو سره د جاپان د حکومت د مرستو د تازه تعهد د دې تازه په وړاندې په عکس العمل کې تښتولي دي.

خو د جاپان صدراعظم نن ټینګار وکړ چې د دواړه برمته شویو جاپانیانو د خوشې کولو لپاره به بشپړې هڅې وکړي او څرګنده یې کړه چې د دوي مرستې به پرځاي وي.شین زوابي وايي:

″د بې ځایه شویو کډوالو سره زموږ د مرستې ژمنه ډیره مهمه ده او دا له اسلامي ټولنو او افراطي ډلو سره هیڅ تړاو نه لري.″

د جاپان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دوي اوس مهال د اسلامي دولت په نوم د وسله والو له خوا د خپرې شوې ويډیو په اړه څيړنه کوي څو ثابته شي چې دا ویډیو حقیقي ده.

د اسلامي دولت په نوم د وسله والو تیرکال یو بریتانوی عکاس جان کانتلي او یوه شپږویشت کلنه امریکايي ښځه چې په سوریه کې یې بشري مرستې رسولې، هم تښتولي دي.

د دې امریکايي ښځې هویت د هغې ژوند ته د پيښ په خاطرپټ ساتل شوی دی.