ټاکل شوې ده، د جرمني، فرانسې، روسيې او اوکراين د بهرنيو چارو وزيران به نن د اوکراين د کړکېچ په اړه خبرې وکړي.
په برلين کې کېدونکي دا غونډه له هغه وروسته ده چې د اوکراين پوځ ويلي ځواکونه يې د اوکراين په شمال لويديځ ښارلوهانسک کې د روسيې د پوځ له خوا پر دوو پوستو تر بريد لاندې راغلي.
همدا راز د پوځ يوه وياند ويلي چې دوو تاکتيکي واحدونو چې په هريوه کې ۴۰۰ سړي وو، له روسيې څخه اوکراين ته ننوتلي دي. د روسيې د دفاع وزارت دغه ادعا په پوره توګه بې معنا بللې ده.
د غونډې د اعلانولو پرمهال د جرمني د بهرنيو چارو وزير فرانک والټرشټاينماير وويل، په جګړه کې زياتوالی د حالاتو د ګډوډي سبب شوی دی.