د امریکا ولسمشربارک اوباما د فرانسې له ولسمشر فرانسوا اولانډ سره په پاریس کې د وروستۍ خونړې حملې په اړه د څیړنې په باب خبرې وکړې.
د سپیني ماڼۍ له خوا د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې ولسمشر اوباما روانې څیړنې ته په پام سره په خپلې ژمنې تاکېد وکړ او ویي ویل چې هر هغه مرسته به چې د فرانسې دولت ورته اړتیا لري، وکړي.
په فرانسه کې د جنورۍ په اومه په پاریس کې د شارلي ابدو پر مجلې له حملې وروسته چې دولس تنه په کې ووژل شول او له هغې وروسته د دوو ورځو شخړو په ترڅ کې پنځه تنه نور ووژل شول، امنیتي کلک تدابیر جاري دي.
دواړو مشرانو دغه راز د اوکراین د کړکېچ په اړه خبرې وکړې او د اوکراین له حکومت سره یي د زیاتو مرستو غوښتنه وکړه.
سپینه ماڼۍ وایي، دواړو مشرانو دغه رازد نایجریا د امنیتي وضعیت په اړه هم خبرې وکړې. د بوکو حرام سخت دریځي په دې هېوا کې ملکېان وژني.