ولسمشر غني نوې کابینه رسماً ولسي جرګې ته معرفي کړه

Your browser doesn’t support HTML5

ولسمشراشرف غني نن په رسمي توګه څلوریشت کاندید وزیران او د دوو خپلواکو ریاستونو کاندیدان ولسي جرګې ته د باور رایې اخیستولپاره معرفي کړل. که څه هم د کابینې په یوشمیر غړو د غیر مسلکیتوب او دوه ګوني تابعیت تورونه لګول شوي؛ خو ولسمشر اشرف غني وایي، له ډیرو مشورو وروسته یې دا کابینه جوړه کړې ده.