داعش په یوه ویډیو کې د دوو جاپاني برمته شویو د وژلو ګواښ کوي

یوه ویډیو نن خپره شوې چې په کې د اسلامي دولت وسله واله ډله د دوو جاپاني برمته شویو د وژلو ګواښ کوي.

په ویډیوکې دغه وسله واله ډله وایي، که چېرته په ۷۲ ساعتونو کې دوی ته دوه سوه میلیونه ډالر ورنه کړي، دغه دواړه جاپانیان به ووژني.

په ویډیوکې دوه برمته ښکاري چې نارنجي جامې یې په تن دي، یو کېنجي ګوتو جوګو او بل هارونا یوکاوا معرفي کېږي.

د جاپان حکومت ویلي دي چې دوی به تروریستانو ته تسلیم نه شي.

د جاپان د کابینې رییس یوشیهادی سوګاپه توکېوکې خبرې غونډې ته وویل، زموږ د هېواد دریځ دا دی چې له تروریستانو سره به په جګړې کې همکارۍ ته ادامه ورکوي، پرته له دې چې تسلیم شي.

یوشي هایدي سوګا بیا وویل:

″که دا ثابته شوه چې دا ویډیو ریښتونې ده، نو د جاپان حکومت په دې باوردی چې دا یو نه بخښونکې عمل دی او داسې کاردی چې سخت عکس العمل ورته پکار دی.″

یرغملو ویډیو د اسلامي دولت د وسله والو په یوه ویب سایټ کې خپره کړې ده.

دا ویډیو هغو ته ورته ده چې مخکې دغې افراطي ډلې خپرې کړې وې.

په ویډیو کې یو سړی ښکاري چې تورې جامې یې په تن دي او چاړه ورسره ده، دی د امریکا په مشرۍ د اسلامي دولت د وسله والو پرضد په جګړې کې د جاپان په همکارۍ انتقاد کوي.

د اسلامي دولت وسله والو تردې مخکې د سلګونو برمته شویو سرونه غوڅ کړي دي یا یې په ډزو وژلي دي.