په داسې حال کې د اوکراین په ختیځ کې جګړې زور اخستي کېیف او مسکو پر یو بل تازه تورونه پورې کړي دي.
د روسیې د بهرنیوچارو د وزارت مرستیال ګریګوري کاراسین کېیف تورن کړی چې غواړي په پوځي ځواک جګړه حل کړي.
نوموړي خبرداری ورکړی دی چې دا به د اوکراین د حکومت لپاره نه جبرانیدونکې ناوړه عواقب ولري.
دواړه لوري یو بل ملامتوي چې د شوي اوربند له غوښتنو سرغړاوی کوي.
بل خوا د اوکراین پوځ ویلي، اوه سوه روسي سرتیري د دوشنبې په ورځ د اوکراین په ختیځ کې د بیلتون غوښتونکو د ملاتړ لپاره د دوی خاورې ته ور اوښتي دي.
مسکو او کېیف په داسې حال کې پر یو بل تورونه پورې کوي، چې د اوکراین حکومتي ځواکونه او روس پلوي بیلتون غوښتونکې د ډونیڅیک د هوايي ډګر د کنترول پر سر په خپلو کې په تودو نښتو بوخت دي.