په ایران کې په سلګونو خلکو په پایتخت تهران کې د فرانسوي مجلې شارلي ابدو پرضد مظاهرې وکړې او د دې مجلې له خوا یې د اسلام پیغمبرته د منسوب کارتون خپرول وغندل.
مظاهره کوونکې چې ډیره یې محصلان وو د فرانسې سفارت ته نژدې یي” مرګ پر فرانسه او صیهونیزم“ شعارونه ورکړل. یو شمېرمظاهره چیانو د فرانسې د سفارت د بندیدو غوښتنه هم کوله.
د ایران حکومت پر شارلي ابدو مجله د دوو تندلارو مسلمانانو برید غندلی دی، خوله دې برید وروسته یې د دې مجلې له خوا یو وار بیا د اسلام پیغمبرته د منسوب کارتون خپرول هم غندلي.