د ملګروملتو عمومي منشي بان کي مون د نړۍ د یو شمېر غربي هېوادو د رهبرانو په څېر د اوکراین په ختیځ کې د جګړې له شدته اندیښنه څرګنده کړې ده.
بان کي مون پرون په یوه اعلامیه کې وویل چې په ختیځ اوکراین کې د حکومتي ځواکونو او د روسیې پلوو بیلتون غوښتونکو ترمنځ په نښتوکې شدت اندیښمن کړی او ژرترژره یې د وضعیت د کرارۍ غوښتنه کړې ده.
د ملګروملتوعمومي منشي ویلي چې د نښتو پراختیا په منسک کې د روسیې، اوکرایین او بیلتون غوښتونکو د استازو ترمنځ د اوربند موافقه له خطر سره مخامخ کوي.
یو شمېر رپوټونه وايي چې په تیرو دوو ورځو کې د اوکرایني ځواکونو او بیلتون غوښتونکو ترمنځ په نښتو کې لږ تر لږه څوارلس تنه وژل شوي دي.